ترکیې د چک لخوا په بیت المقدس کې د ډیپلوماتیک نماینده ګۍ د پرانیستو د پریکړې په اړه انديښنه وښوده

ترکیې د چک جمهوریت لخوا په بیت المقدس کې د سفارت د پرانیستو د پریکړې په اړه جدي اندیښنه وښوده.

1600840
ترکیې د چک لخوا په بیت المقدس کې د ډیپلوماتیک نماینده ګۍ د پرانیستو د پریکړې په اړه انديښنه وښوده

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې دا ګام به د فلسطین او اسرائیل ترمنځه د اختلافاتو لا ژورورلو سره مرسته وکړي. ځکه چې بیت المقدس موقف ددې اختلاف د اصلي مسئلو نه یوه ده.

په بیان کې نړۍوالې ټولنې ته بلنه ورکړ شوې ده چې د بیت المقدس تاریخي او قانوني موقف او د فلسطین او اسرائیل د ترمنځه د اختلافاتو د هر اړخیز ،  عادلانه او تل پاتې حل لپاره نړۍوالو پرامترې ته درناوي وکړي.

ترکیه د چګ جمهوریت لخوا په بیت المقدس کې د ډیپلوماتیک نماینده ګۍ د پرانیستو په اړه ژوره اندیښنه لري ځکه چې د بیت المقدس د فلسطین او اسرائیل ترمنځه د اختلافاتو اصلي مسئله ده.


پيوندونه: #چک جمهوریت , #ترکیه

اړوند خبرونه