ترکیه د نړۍ د نادرو هیوادونو نه دی چې کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ پر مهال هم اقتصادي وده کړې
ترکیې په ۲۰۲۰ کال کې ۱ عشاریه ۸ سلنه اقتصادي وده کړې ده

د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر لطفي ایلوان وویل چې ترکیه په نړۍ کې د هغه نادرو هیوادونو نه دی چې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ویروس د پراخه وبا ناروغۍ سره سره اقتصادي وده کړې ده .
د ترکیې د احصایې ادارې د ۲۰۲۰ کال په څلورمه ربع کې د ترکیې د اقتصادي ودې ارقام اعلان کړل.
هغه وویل چې د اعلان شوو شمیرو له مخې ترکیې په ۲۰۲۰ کال کې ۱ عشاریه ۸ سلنه اقتصادي پرمختګ کړی دی.
همداشان د ۲۰۲۰ کال په څلورمه ربع کې بیا ۵ عشاریه ۹ سلنه اقتصادي وده کړې ده .
هغه په ۲۰۲۰ کال کې د اقتصادي ودې د ارقامو په اړه په خپلو ارزونو کې وویل چې
ترکیه د نړۍ د هغه نادرو هیوادونو نه یو دی چې د په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ سره سره اقتصادي وده کړې ده .
هغه وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې زمونږ د چارو په لومړیتوب کې د بیو استقرار رامنځته کول شتون لري. په هیواد کې به د انفلیشن پر خلاف مبارزه لا ګړندۍ او پياوړې کړو. همداشان د پانګه اچونې، تولیداتو او پراختیا او ودې سیاستونو ته به زور ورته کړو.
اړوند خبرونه

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۶۲۶۰۶ تنو کې د کرونا ویروس ناروغي تشخیص شوې ده

په ترکیه کې د داعش یو مهم چارواکی ونیول شو
د عراق د موصل ولایت لپاره د داعش ترهګرې ډلې تش په نامه امیر په ترکیه کې ونیول شو