په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۱۰۴ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۸۱۳۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۸ زره او ۸۱۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۸۱۰۴ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶۹۰ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي .
همداشان د ناروغانو د ۱۱۸۹ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۳۲میلیونه ۴۳۶ زره او ۹۹۸ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د ۷ میلیونو او ۷۵ زره او ۶۷۰ تنو ته لوړه شوې ده .
اړوند خبرونه

د ترکیې او افغانستان ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس سلمې کلیزې په اړه د ولسمشر اردوغان پيغام
ولسمشر اردوغان : افغانستان د ترک ملت په زړونو کې ځانګړی ځای او موقف لري