د ترکیې بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکې یو بل ریکارډ هم ترلاسه کړ

بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکې ۳۰۰ زره ساعته د الوتنې سره د ترکیې تر ټولو د اوږده موده لپاره د الوتونکې الوتنې عنوان ترلاسه کړ

1588222
د ترکیې بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکې یو بل ریکارډ هم ترلاسه کړ

د ترکیې لومړني ځايي او ملي په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکې بیرقدار ټي بي ۲ په د ۳۰۰ زره ساعته الوتنې دنده په ډیر بریالیتوب سره د پایته رسولو سره د ترکیې د هوانوردۍ په تاریخ کې یو ریکارډ جوړ کړ.

د بیرقدار شرکت لخوا د خپور شوي بیان له مخې د ترکیې لومړنۍ ملي او ځايي په وسلو سمبال ډرون الوتکې بیرقدار ټي بي ۲ یو ډیر مهم  بری ترلاسه کړ.

دې الوتکې د ترکیې د هوانوردۍ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ۳۰۰ زره ساعته الوتنه دندې په بریالیتوب سره سرته ورسوله.

پدې ډول بیرقدار ټي بي ۲ د ترکیې د هوانوردۍ په تاریخ کې د خپلو همکتارانو په منځ کې تر ټولو د اوږدې مودې الوتنې د ترسره کوونکې الوتکې لقب ترلاسه کړ.

د ویلو ده چې بیرقدار ټي بي ۲ د ۲۰۱۴ کال راهیسې د ترکیې د امنیتي ځواکونو لخوا کارول کیږي. دې الوتکې په یو زیات شمیر هیواد دننه او بهر عملیاتونو کې ډیر مهم او رغنده رول لوبدلی دی.

ترکیې دا الوتکې اوکراین، قطر او اذربایجان ته هم صادر کړې دي. د نوموړو هیوادونو د امنیتي ځواکونو لخوا هم په فعاله توګه کارول کیږي.



اړوند خبرونه