د ترکیې ولسمشر د ایران د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره ټیلیفوني خبرې وکړې

1587846
د ترکیې ولسمشر د ایران د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره ټيلیفوني خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ په اقتصادي، ټرانسپورت، امنیت او یو زیات شمیر نورو مسئلو کې د ترکیې او ایران ترمنځه په همکارۍ او همکاریو د کچې د لا لوړولو په خاطر پر اوچتیدونکو ګامونو خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او ایران ترمنځه د اړیکو د لا ودې او پیاوړو کولو په خاطر قوي اراده لري.

همداشان هیله څرګنده کړه چې د امریکا نوی حکومت پر ایران لګول شوي یو پلوي  ناحقه تحریمونه چې ددې هیواد د خلکو د رفاح او هوسا ژوند پر وړاندې یواځنۍ  خنډ دی هر څه ژر لرې کړي. همداشان ددې په هیله چې  پدې وروستیو ورځو کې د نوموړې مسئلې په اړه روانې خبرې او څرګندونې د نوو فرصتونو لپاره دروازې پرانیزي.

ولسمشر اردوغان وویل چې تر ټولو غوره او ښه لاره ټولې خواوې په یو ګډ او جامع کاري پلان پر سره په توافق رسیدل دي. همداشان ټولو ستونزو سره سره باید د ډیالوګ او مذاکراتو کانالونه پرانیستې وساتل شي.



اړوند خبرونه