د ترکیې ولسمشر د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

ولسمشر اردوغان د پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې

1586650
د ترکیې ولسمشر د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د  ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر اردوغان تیره شپه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

په بیان کې راغلي دي چې دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزه اړیکو ترڅنګ د سیمې په وروستیو پرمختګونو او قره باغ په مسئلې خبرې او تبادل د نظر وکړ.

همداشان ولسمشر اردوغان د پوتین سره پدې ټیلیفوني خبرو کې په سوریه کې د روانو ستونزو د حل پر مسئلې ټینګار وکړ او وویل چې د لیبیا د سولې مسئله هم باید د لاسه ونکړو.

ولسمشر اردوغان په قره باغ کې د اوربند نه د ګډ څار مرکز د چارو د بریالیتوب نه هم یادونه وکړه او وویل چې په سیمه کې باید د تل پاتې اوربند په خاطر په ګډه کار وکړو.

همداشان ولسمشر اردوغان د قره باغ سره د لویو لارو او کرښو د جوړولو په خاطر د ترکیې، روسیې او اذربایجان د متخصصینو لخوا په ګډه د کار کولو وړاندیز هم وکړ.



اړوند خبرونه