ترکیې خپل فضایي پروګرام اعلان کړ

ولسمشر اردوغان : زمونږ هدف تر ۲۰۲۳ کاله فضا ته ختل دي

1580784
ترکیې خپل فضایي پروګرام اعلان کړ

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمهوریت د سلمې کلیزې په هدفونو کې یو بل هدف هم اضافه کړ. ولسمشر اردوغان د هدفونو په منځ کې  سپوږمۍ ته د ختو هدف هم اضافه کړ .

د ترکیې ملي فضایي پروګرام د ولسمشر اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اعلان شو.

دا مراسم د ولسمشرې ماڼۍ د ملت کانګرې او کولتور په مرکز کې جوړ شوي وو.

ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې "  د پیړیو پیړیو راهیسې د مځکې په سر د عدالت ، اخلاقو او سولې په برخه کې مخکښ زمونږ ملت فضا ته د ختو په لاره کې تحقیقات او کار کړی دی.

د هیوادد ملي فضایي پروګرام تر ټولو ستر هدف د هیواد د خپلواکۍ په سلمه کلیزه یعنې د ۲۰۲۳ کاله پورې فضا ته ختل دي .

د فضا سره لومړنی تماس نیول دي.

انشاالله چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې به خپل ملي محصول هیبریت فضایي سفینه فضا ته وتوغو او خپل ستور مزلی به په سپوږمۍ کې ښکته کړو.

زمونږ د مدنیت د سیمې سمبول هلال او بیرغ به انشاالله جې په ډیر ویاړ سره فضا کې ورپو.

ولسمشر اردوغان وویل چې زمونږ اصلي هدف یو تن ترک ستور مزلی فضا ته استول دي چې انشاالله دا ویاړ به خپلو هیوادوالو ته ور په برخه کړو.

فضا ته د ستورمزلي لیږل البته چې د سیاحت په موخه نه بلکې علمي تحقیقاتو او زمونږ راتلوونکو نسلونو ته د لارښونې په موخه لیږو.



اړوند خبرونه