ولسمشر اردوغان د افغانستان د ټرانسپورت وزیر حضور ته قبول کړ

د ترکیې او افغانستان ترمنځه د ټرانسپورت په برخه کې د تحقیقاتو او انکشاف د همکارۍ توافق نامه لاسلیک شوه

1573304
ولسمشر اردوغان د افغانستان د ټرانسپورت وزیر حضور ته قبول کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان د ټرانسپورت وزیر قدرت الله ذکي حضور ته قبول کړ.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان تیره ورځ د افغانستان د ټرانسپورت وزیر قدرت الله ذکي چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې حضور ته قبول کړ.

پدې لیدنه کې د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو هم ګډون درلود.

د بله پلوه د ترکیې او افغانستان د ټرانسپورت  د وزارتونو ترمنځه د  تحقیقاتو او انکشاف د همکارۍ توافق نامه لاسلیک شوه.

دا توافق نامه د ترکیې د ټرانسپورت وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو او د افغانستان د ټرانسپورت وزیر قدرت الله ذکي ترمنځه لاسلیک شو.



اړوند خبرونه