د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وشوه
په ترکیه کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د ملي امنیت شورا لومړنی غونډه تیره ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه.

د ملي امنیت شورا غونډې څلورنیم ساعته دوام وکړ. د غونډې نه وروسته پریکړه لیک خپور شو.
د ملي شورا شورا په غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل شول چې ترکیه به په ایژې، ختیځې مدیترانې او قبرس کې د نړۍوالو حقوقو پر بڼسټ ولاړ د خپل حق او حقوقو نه دفاع کولو ته دوام ورکړي.
همداشان پدې غونډه کې د ترکیې په سویلي ګاونډیو هیوادونو کې د ترهګرو سازمانونو د موجودیت د لمنځه وړو په خاطر په اوچتو شوو ګامونو خبرې وشوې. په غونډه کې وویل شول چې دا ترهګري سازمانونه په سیمه کې د ټولو بې استقراریو اصلي سرچینه ده.
پدې مسئله کې دخیلو ټولو نړۍوالو اکټورانو ته د خپلو مسئولیتونو د پرځای کولو بلنه ورکړل شوه.
همداشان په پریکړه لیک کې راغلي دی چې ترکیه د ایژې، ختیځې مدیترانې او قبرس د مسئلو په حل کې په هر پلاټ فورم کې ډیپلوماسۍ او مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړی د لومړیتوب ورکولو نه يي تل پلوي کړې ده .
ددې ترڅنګ ترکیه د نړۍوالو حقوقو او معاهدو پر بڼسټ ولاړو د خپل حق ، حقوقو او منافعو نه ساتنې او دفاع کولو ته ژمن دی او دفاع کولو ته به دوام ورکړي.
په پریکړه کې راغلي دي چې پدې غونډه کې د سومالي په ګډون د افریقا په مختلفو سیمو کې تاوتریخوالی او ترهګري په کلکو ټکو وغندل شول. ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ترکیه د سولې او ثبات په برخه کې تل خپل مسئولیتونه پر ځای کړي او پر ځای کولو ته به دوام ورکړي.
اړوند خبرونه

د ترکیې ملي دفاع وزیر د افغانستان په اړه د ناټو سازمان دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ
خلوصي اکار د افغانستان په اړه د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ