ولسمشر اردوغان : په یو زیات شمیر برخو کې د اصلاحاتو چارې بشپړې شوي او هر څه ژر به يي اعلان کړو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل په یو زیات شمیر برخو کې د اصلاحاتو راوستو په برخه کې چارې بشپړې شوي دي چې انشاالله هر څه ژر به يي ملي شورا ته ه وړاندې کړو

1572255
ولسمشر اردوغان : په یو زیات شمیر برخو کې د اصلاحاتو چارې بشپړې شوي او هر څه ژر به يي اعلان کړو

.

ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند عمومي رئیس رجب طیب اردوغان دا څرګندونې په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته وکړې.

هغه وویل چې  په یو زیات شمیر برخو کې د اصلاحاتو راوستو په اړه چارې پایته رسیدلي دي او هر څه ژر به يي ملي شورا ته وړاندې کړو.

دا د اصلاحاتو وړاندیز به د ملت سره شریک کړو. پدې اصلاحاتو کې چې هر څه ژر به يي د هیوادوالو سره شریک کړو هیواد ۲۰۲۳ کال هدف او د هغې نه وروسته مودې په اړه ډیر جدي او مهمې مسئلې نغتښتي دي. دا ډیر جدي او مهم اصلاحات دي.

ولسمشر اردوغان د کرونا ویروس ضد واکسین د روان کمپاین په اړه هم  معلومات ورکړل. هغه وویل چې د کرونا ویروس د واکسین کمپاین او تطبیق چارې په ډیره ښه توګه پرمخ روانې دي او پلان لرو چې دا بهیر لا پسې پراخه او چارې ګړندۍ کړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله په ډیره کمه موده کې به ټاکلي هدف ته ځان ورسو.

ولسمشر اردوغان وویل چې زمونږ د چارو په لومړیتوب کې د هیوادوالو روغتیا او سلامتیا ځای لري. زمونږ د اجنډا اصلي مسئله زمونږ د ملت مسئلې دي.

د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې د واکسین د کمپاین د پیلولو سره یو نوی باب پرانیستل شو. دم ګړۍ لس میلیونه ډوزه واکسین هیواد ته راانتقال شوي دي . دا پداسې حال کې ده چې د نړۍ یو زیات شمیر پرمختللي هیوادونه واکسین ندي موندلی.  خو د الله په مرسته مونږ د ۵۰ میلیونو ډزو واکسینو په اړه قرارداد کړی دی چې ددې له جمع نه مو لس میلیونه ډوزه هیواد ته راانتقال او په تطبیق مو ورته پيل کړی دی.

انشاالله چې پاتې واکسین به هم پړاو په پړاو هیواد ته راانتقال کړو.



اړوند خبرونه