د ترکیې د ملي دفاع وزیر د لوی درستیز په ملتیا عراق ته سفر وکړ

د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د لوی درستیز ستر جنرال یاشر ګولر په ملګرتیا عراق پلازمینې بغداد  ته سفر وکړ.

1565791
د ترکیې د ملي دفاع وزیر د لوی درستیز په ملتیا عراق ته سفر وکړ

 

د ترکیې د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د لومړی درستیز ستر جنرال یاشر ګولر په ملګرتیا نن عراق ته رسمي سفر وکړ.

اکار به عراق ته د خپل سفر په چوکاټ کې د نوموړي هیواد د ولسمشر برهم صالح، لومړي وزیر مصطفی  الکاظمي  او دفاع وزیر په ګډون د یو زیات شمیر چارواکیو سره لیدنې وکړې.

عراق ته د دفاع وزیر اکار د سفر اصلي موخه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې او عراق ترمنځه د همکارۍ مسئله ده.

دفاع وزیر اکار په نوموړي هیواد کې د خپل سفر په ترڅ کې لومړی د عراق د دفاع وزیر سره لیدنه وکړه.

د عراق د دفاع وزیر د اکار او ورسره مل هئیت نه  رسمي مراسمو سره هر کلی وکړ.

همداشان اکار به د عراق د کورنیو چارو وزیر سره هم لیدنه وکړي.

 



اړوند خبرونه