د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې اروپا لخوا د مثبتو ګامونو د اوچتیدو سره د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې یوه ډیره مثبته فضا حاکمه ده.

1566013
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه

 

هغه دا څرګندونې د جرمني د لومړي وزیر هیکو ماس سره په ګډه خبري غونډه کې چې د رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغلی دی وکړې.

هغه وویل چې د ښاغلي ماس سره په لیدنه کې د ترکیې او جرمني ترمنځه د دوه اړخیز ډیالوګ د میکانیزمونو د راژوندي کولو په مسئله کې مو سره تفاهم وکړ.

هغه د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " د اروپايي ټولنې لخوا د مثبتو ګامونو د اوچتیدو سره د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې مثبته فضا حاکمه شوې ده . همداشان د یونان لخوا د ناټو سازمان په چوکاټ کې د جوړ شوي میکانیزم په غونډو کې تکرار ګډون کولو له امله خوشحاله یو. د ترکیې په توګه مونږ هم پدې غونډو کې ګډون وکړ. همداشان د یونان سره د اکتشافي مذاکرات د جنوري په ۲۵ مه نیټه پيلیږي.

د مذاکراتو پدې پړاو کې به د تیر پړاو په مسئلو خبرې وشي.

همداشان د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ماس وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د اړیکو د لا ژوریدو هیله لري. هغه وویل چې د ښه اړیکو تمه کوي.



اړوند خبرونه