ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د کرونا ویروس د واکسین د تطبیق د پيلیدو نیټه اعلان کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ترکیه کې به د کرونا ویروس د واکسین د تطبیق لړۍ د روانې اونۍ په وروستیو کې پيل شي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تیره ورځ د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.
ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د روانې مبارزې په اړه وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو او مثبتو پيښو شمیره راټیټه شوې او د راټیټیدو پر لورې روانه ده.
ولسمشر اردوغان د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې د فردي نظافت او تدابیرو پر اهمیت یو ځل بیا د ټینګار سره وویل چې ترکیې د چین نه ۳ میلیونه دوزه د کرونا ویروس واکسین ترلاسه کړی دی او په اړه يي لومړني تحقیقات دوام لري. د تحقیقاتو د پایته رسیدو سره سم به د واکسین پر تطبیق پيل وشي.
هغه وویل چې د روانې اونۍ په پای کې د پنجشنبې یا جمعې په ورځ به په ترکیه کې د کرونا ویروس د واکسين پر تطبیق پيل وشي.
همداشان ولسمشر اردوغان په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د لګول شوو محدودیتونو په اړه وویل په هیواد کې د کرونا ویروس د اغیزې د کمیدو سره سم به محدودیتونه هم کم کړو.
البته چې دا کار به پړاو په پړاو ترسره شي.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د روانۍ اونۍ په پای کې د پنجشنبې یا جمعې په ورځ واکسین لومړی روغتیايي پرسونل ته په تطبیق پيل کیږي.
اړوند خبرونه

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۱۸۷ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۷۷۰ مثبتې پيښې ثبت شوي دي