په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۹۸۰۹ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۳۱۵۲ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۷۹ زره او ۲۰۸ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۹۸۰۹ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۱۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه میلیون ۲۱۸ زره او ۴۶۴ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان د ناروغانو د ۲۷۰۱ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۲۶ میلیونه ۵۵۵ زره او ۹۹۲ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
اړوند خبرونه

د ترکیې وسله وال ځواکونه تر ټولو سترو او هر اړخیزو ژمنیو تطبیقاتو ته تیاری نیسي.
ترکیې وسله وال ځواکونه پدې وروستیو کې تر ټولو ستر پوځي تطبیقات پيلوي