ترکي ځواکونو په سوریه کې ۷ تنه ترهګر له منځه یوړل
د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې ۷ تنه ترهګر له منځه وړي دي.
1558407

د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د سوریې د سولې چینې د عملیاتو سیمې ته نفوذ کوونکي ۷ تنه د پ ک ک او وای پ جي ترهګر د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي.
ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې زمونږ اتلو کوماندو ځواکونو د سوریې د راس العین په سیمه کې د سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې ۷ تنه د پ ک ک ترهګر چې د ورانکارانه او ترهګریزو بریدونو په خاطر يي د سولې چینې سیمې ته د نفوذ کولو هڅه کوله تثبت او له منځه یوړل شول.
په بیان کې راغلي دي ترهګر مخکې ددې چې خپلې شومې موخې ته ورسیږي تثبیت او له منځه یوړل شول.