د کرونا ویروس واکسین ترکیې ته راورسیدل.

د کرونا ویروس نن سهار ترکیې ته راورسید

1554339
د کرونا ویروس واکسین ترکیې ته راورسیدل.

 

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې د کرونا ویروس په واکسین بار الوتکه د پلازمینې انقرې د ایسن بوغا په نړۍوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.

هغه ویلي دي چې د نوموړي واکسین په اړه به د هیواد د درملو او طبي ماشین الاتو د ادارې لخوا ازمایښټونه پيل شي. دا ازمایښتونه  به ۱۴ ورځې دوام وکړي.

د ازمایښتونو د پایته رسیدو سره سم به د واکسین په تطبیق پيل وشي.

د ویلو ده چې ترکیې د چین نه د کرونا ویروس ۵۰ میلیونه دوزه واکسین پیرودلی دی. په لومړي پړاو کې درې میلیونه دوزه واکسین ترکیې ته راانتقال کړی شو چې په راتلوونکو ورځو کې پاتې هم پړاو په پړاو ترکیې ته راانتقال کړی شي. تمه کیږي چې د فبروري تر میاشتې دا بهیر بشپړ شي.

همداشان ترکیې ددې ترڅنګ د جرمني د بیو ان تګ د شرکت  نه هم  څه باندې ۳۰ میلیونه دوزه د کرونا ویروس واکسین په اړه قرارداد لاسلیک کړی دی.

همداشان پخپله په ترکیه کې هم د کرونا ویروس د واکسین چارې په چټکۍ سره دوام لري.  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تیرې دوشنبې په ورځ د کابینې د غونډې نه وروسته وویل چې د ځايي واکسین په اړه چارې په چټکۍ سره دوام لري او هیله لرو چې د په راتلونکو څو میاشتو کې پایته ورسیږي. په پام کې لرو چې د کرونا ویروس ځايي واکسین د راتلونکې جون میاشتې پورې د هیوادوالو خدمت ته وړاندې کړو.



اړوند خبرونه