ولسمشر اردوغان د سعودي د پاچا سره ټیلیفوني خبرې وکړې

ولسمشر اردوغان او ملک سلمان ټیلیفوني خبرې وکړې

1531722
ولسمشر اردوغان د سعودي د پاچا سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو او جي شل سازمان د سرمشریزې په اړه چې سږنۍ مشري د سعودي عربستان په غاړه خبرې او تبادل د نظر وکړل شو.

همداشان ولسمشر اردوغان او ملک سلمان د دوه اړخیزو اړیکو د ودې او په اړیکو کې د موجودو ستونزو د حل په خاطر د  ډیالوګ د کانالونو د پرانیستو ساتلو په اړه سره تفاهم وکړ.



اړوند خبرونه