په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۴۳۵ زرو نه واوښته

1531568
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۱۲۰۸۴   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۵۶  زره او ۶۴۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۵۱۰۳ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۴۳۵  زره  ۲۷۳ تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۱۹ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۳۶۷ زره او   ۵۹۲ ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۳۹۹۰    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۱۶  میلیونه  ۹۳۷ زره او   ۸۸۷ ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه