د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس په انقره کې خپلو رسمي لیدونو کتنو پيل وکړ

ډاکټر عبدالله عبدالله په پلازمینه انقره کې ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار او د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره جلا جلا لیدنې وکړې

1530636
د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس په انقره کې خپلو رسمي لیدونو کتنو پيل وکړ
عبدالله ۱.png

 

د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله چې تیره شپه د رسمي سفر په ترڅ کې پلازمینې انقرې ته راغلی دی نن سهار په خپلو لیدونو کتنو پیل وکړ.

ډاکټر عبدالله په انقره کې خپلې رسمي لیدنې کتنې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار سره په لیدنې پيل کړې.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار نن سهار د ملي دفاع وزارت په مقر کې د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې په افغانستان کې د سولې په اړه په وروستیو هلو ځلو او پرمختګونو خبرې وشوې.

د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار پدې لیدنه کې په افغانستان کې د سولې د هلو ځلو نه د ترکیې قوي ملاتړ یو ځل بیا  ټینګار وکړ.

هغه ویلي دي چې ترکیه پدې برخه کې هر ډول مرستو ته چمتو ده.

همداشان ډاکټر عبدالله عبدالله وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره لیدنه وکړه.

دا لیدنه د بهرنیو چارو د وزارت په مقر کې ترسره شوه.

 

 



اړوند خبرونه