د ترکیې په وسلو سمبال بې پيلوټه تعرضي الوتکې یو بل امتحان هم په بریالیتوب سره سرته ورسو

ترکیې په کامله توګه د ځايي او ملي امکاناتو سره جوړه کړې بیرقدار اقنجي په وسلو سمبال تعرضي بې پیلوټه الوتکې یو بل ډیر مهم ازمایښت هم په بریالیتوب سره سرته ورسو.

1522312
د ترکیې په وسلو سمبال بې پيلوټه تعرضي الوتکې یو بل امتحان هم په بریالیتوب سره سرته ورسو

 

بیرقدار اقنجي په وسلو سمبال بې بيلوته تعرضي الوتکې  د کنټرول د مرکز نه په لرې میدان کې په خپلواکه توګه د الوتنې او کیناستو ازمایښت په بریالیتوب سره سرته ورسو.

د ترکیې د بیرقدار د شرکت د تخنیکي چارو رئیس سلچوق بیرقدار وویل چې « د بیرقدار اقنجي په وسلو سمبال بې پيلوټه تعرضي الوتکه لومړی د تیکیرداغ ولایت د چورلو هوايي ډګر نه الوتنه وکړه. د منځ واټنه ارتفاع سیستم ازمایښتونه مو ترسره کړل. وروسته مو په لرې میدان کې د  کیناستو ازمایښت ترسره کړ. په لومړي ځل الوتکه میدان ته رانږدې شوه او راټیټه شوه خو نشست يي ونکړ او بیرته اوچته شوه خو په دویم امتحان کې ټیرونه په ځغاست لیکې ولګول او وروسته يی بیرته الوتنه وکړه. اوس راځي او په چورلو هوايي ډګر کې نشست کوي. وطن او ملت ټولو ته دې مبارک وي.»

د ویلو ده چې بیرقدار اقنجي په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر په ۶ مه نيټه الوتنه وکړه.

تمه کیږي چې دا الوتکه د روان کال تر وروستيو امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي. د بیرقدار اقنجي په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو د پروژې دریمه نمونې د انټګراسیون  بهیر به  بیرقدار د بې پيلوټه الوتکو په تحقیقاتي او تولیدي مرکز کې  دوام وکړي.



اړوند خبرونه