عبدالله ایرن د اذربایجان د ګینجي د ښار نه لیدنه وکړه

د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنې رئیس عبدالله ایرن وویل چې نړۍوالې ټولنې د ارمنستان لخوا پر اذربایجان کې پر ملکي وګړو په بریدونو او  جنایتونو سترګې پټې کړي دي.

1521752
عبدالله ایرن د اذربایجان د ګینجي د ښار نه لیدنه وکړه

 

عبدالله ایرن او ورسره مل هئیت د اذربایجان د ګینجې د ښار نه چې  د ارمنستان لخوا پرې څو ځلې بریدونه شوي لیدنه وکړه.

عبدالله ایران او ورسره ملت هئیت د ګینجي په ښار کې د هغه سیمې نه چې د  ارمنستان لخوا پرې د بالستیک توغندیو په برید کې ۲۶ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی وو لیدنه وکړه. د پيښې په ځای کې د ګلانو ګیډۍ کیښوده او د قربانیانو روح ته يي دعا وکړه.

د هغه  سره د دې سیمې نه د لیدنې پر مهال د اذربایجان د دیاسپورا د کمیټې رئیس فواد مرادوف، د ګینجي والي نیازي بایمروف او د کینجي په ښار کې د ترکیې جنرال قونسل زکي اوزترک هم ملګرتیا کوله.

ایرن دلته په خپله وینا کې وویل چې ارمنستان د سپټمبر د ۲۷ مې د جګړې د پیلیدو راهیسې په ګینجې ښار ۱۳ ځلې بریدونه کړي. پدې ښار کې بې ګناه ملکي وګړي ښځې او ماشومان په قتل رسولي دي. په لسګونو ماشومان يي یتیم او ښځې ګونډې کړې دي.

هغه وویل ارمنستان د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې پدې ښار کې په قصدي ډول په ملکي وګړو او ملکي میشتو سیمو د توغندیو بریدونه کړي دي. ارمنستان په اذربایجان د فشارونو د راوستو او د جګړې په ډګر کې په خپلو ماتو د پردې غوړولو په خاطر دا بریدونه کوي.

ایرن وویل له بده مرغه چې نړۍوالې ټولنې پدې ټولو بریدونو سترګې پټې کړي او هیڅډول غبرګون يي ندی ښودلی.

هغه وویل له بده مرغه چې حتا نړۍوالو خبري رسنیو ددې قتل عامونو خبر هم نشر نکړ. ددې وژنو خبر یواځې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون او خبري اژانس انادولو خپاره کړل. هغه وویل که چیرې دا ځاني  تلفات په ارمنستان کې ملکي وګړو ته اوښتې وی اوس به نړۍ په هر خبري کانال او رسنۍ کې دې خبرونو ځای نیولی وې.

هغه وویل چې ترکیې ددې جګړې د پيل راهیسې د اذربایجان نه قوي ملاتړ کړی او ملاتړ ته به دوام ورکړي.



اړوند خبرونه