ترکیې د فرانسوي مجلې شارلي هیبدو لخوا پر ولسمشر اردوغان برید په کلکه توګه وغنده

د ترکیې لخوا د شارلي هیبدو مجلې پر خلاف ډیر سخت غبرګون

1517103
ترکیې د فرانسوي مجلې شارلي هیبدو لخوا پر ولسمشر اردوغان برید په کلکه توګه وغنده

په ترکیه کې د فرانسې د شارلي هیبدو مجلې پر خلاف ډیر سخت غبرګونونه دوام لري.

 د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په اړه د د نه اصلاح کیدونکي فرانسوي مجلې شارلي هیبدو لخوا په خپور شوي بداخلاقه  نشراتو لعنت ووایو.

هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د « د فکر د ازادۍ تر شا د پټیدو سره هیچا ته فریب ورکولای نشۍ. د نه اصلاح کیدونکي فرانسوي مجلې شاري هیبدو لخوا د ولسمشر اردوغان په اړه خپور شوي بداخلاقه نشرات باندې لعنت وایم. همداشان د اخلاقو او وجدان خاوند نړۍوالې ټولنې ته ددې ستر رزالت پر خلاف د غږ د اوچتولو بلنه ورکوم.

د بله پلوه د ترکیې د عدلیې وزیر عبدالحمید ګل هم د شارلي هیبدو مجلې دا کړنه په کلکه توګه غندلې او سخت غبرګون يي ښودلی دی.

هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « د اروپا د بشري ارزښتونو  نه بې نصیبه فاشیستان  د وینا ازادي څه ده پدې نه پوهیږي. د ماضي نه تر ننه پورې د حقوقو او اخلاقو خلاف او د شرم نه ډکو نشراتو کې هره ورځ نوی نوی رزالت اضافه کوۍ. پدې خبره ښه ځان پوه کړۍ او د عقل نه يي مه وباسۍ چې ولسمشر رجب طیب اردوغان هیڅکله هم یواځې ندی .»

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د شارلی هیبدو مجلې لخوا تش په نامه د کاریکاتور په خپرولو سره  پر ولسمشر رجب طیب اردوغان باندې برید کول په کلکه توګه وغندل.

قالن د شارلي هیبدو په غبرګون کې ویلي دي « هیڅ کوم عقیدې، مقدساتو او ارزښتونو ته احترام نه درلودونکې فرانسوي مجله، زمونږ د ولسمشر په اړه خپور کړی تش په نامه کاریکاتور په کلکه توګه غندم. دوی یواځې خپل مبتذل او بداخلاقۍ ته درناوی لري. په شخصي حقونو برید کول هیڅوخت د وینا ازادي نده. »

همداشان هغه د عقل سلیم خاوند هر چا باندې غږ کړی چې دا د کرکۍ ډک نشرات وغندي او رد کړي.

همداشان د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون هم د خپل ټویټر پاڼې له لارې د پيغام په خپرولو سره د شارلي هیبدو مجلې دا ضد اخلاقي عمل په کلکه توګه غندلی دی.

هغه په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې « ددې مجلې لخوا د کولتوري تبعیض ،توکمپالۍ  او کرکۍ د خپرولو سره  دا ناخوښې هلې ځلې په کلکه توګه غندو. دا تش په نامه کاریکاتورونه په کومه اندازه چې کرکۍ ډک دي په همدې پیمانه د انساني اخلاقو نه محروم دي. دا په ښکاره توګه د فرانسې د مشر لخوا د خپل هیواد لپاره غوښتونکي بهرنیو ، اسلام او زغم سره د دښمنۍ تابلو ده . »

التون  ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیې د ملکي وګړو پر خلاف هر ډول شدت او ترهګري په کلکه توګه غندي او پر خلاف دی په هر فرصت کې ښکاره کړې ده .

تبعض، توکمپالي، بهرنیو ،اسلام  او یهودیانو سره دښمنۍ په څیر پارونکي اقدامات مونږ هیڅوک تحریکولی نشي.

زمونږ ولسمشر  به د نړۍوال وجدان په توګه د ټولو د ګډ غږ په توګه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. ترکیه به لا پياوړې او فاشیزم او فاشیستان به په ناکامۍ محکوم شي.  ټولو د عقل سلیم خاوند اروپايي دوستانو نه ددې کرکې نه ډک او مدنیت نه لرې هلو ځلو پر خلاف مبارزې  کولو ته بلنه ورکوو.

د بله پلوه د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک هم د شارلي هیبدو ددې ستر رزالت په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه ویلي دي چې دا ذهنیت د کرکۍ تر ټولو لوړې سویې ته رسیدلی دی.



اړوند خبرونه