ولسمشر اردوغان د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ولسمشر سره لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې شمالي قبرس ترک جمهوریت په قبرس کې د عادل او دومداره حل لارې غوښتنه کوي.

1516563
ولسمشر اردوغان د شمالي قبرس ترک جمهوریت  د ولسمشر سره لیدنه وکړه

 

ولسمشر اردوغان تیره ورځ د شمالي قبرس ترک جمهوریت د  نوي ټاکل شوي ولسمشر ایرسین تاتار چې د ټاکل کیدو نه وروسته د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی وو د لیدنې نه ورسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان تیره ورځ لومړی د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ولسمشر ایرسین تاتار سره دوه په دوه او وروسته د هیئتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان خبري غونډې ته وویل چې شمالي قبرس ترک جمهوریت په قبرس کې د عادل او تل پاتې حل لارې غوښتونکي دي.

ولسمشر اردوغان په ختیځه مدیترانه کې  روانو حالاتو په اړه وویل چې په سیمه کې د ټولو کړکیچونو او شدت یواځنی  مسئول  یونان او سویلي قبرس روم اداره ده چې د ۲۰۰۳ کال راهیسې خبرداریو او ساختاري وړاندیزونو باندې غوږونه ټپ کړي دي.

ولسمشر اردوغان وویل  « سویلي قبرس اداره  د قبرس ترکان په سیمه کې د مساوي حقونو خاوند نه بولي او د هیدروکاربن د عوایدو د عادل ویش په برخه کې د همکاریو وړاندیزونه تل رد کړي دي. سویلي قبرس اداره په قبرس کې ترکانو ته د چا خبره د لږه کیو په سترګه ګوري او د هغوې د حقونو غضب ته دوام ورکوي. حال دادی چې قبرس کې دوه جلا جلا ملتونه او دوه جلا جلا دولتونه شتون لري. »

ولسمشر اردوغان ایرسین تاتار ته په ټاکنو کې د ستر بري له امله یو ځل بیا مبارکي وویله. هغه وویل چې د شمالي قبرس ترک جمهوریت خلکو د ازادو ټاکنو سره خپل د ډیموکراسۍ کولتور او پوخوالی ټولو ته په اثبات ورسو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د نوامبر په ۱۵ مه نیټه به شمالي قبرس ترک جمهوریت ته سفر وکړي.

همداشان پدې خبري غونډه کې د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار بیا وویل « مونږ نه  د بل چا حق خورو او نه هم بل چا ته  زمونږ د حق د خوړولو اجازه ورکوو »



اړوند خبرونه