د ترکيې د هتای په ولایت کې یو تن ځانمرګی برید کوونکي د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول

په هتای ولایت کې چاودنه شوې

1516363
د ترکيې د هتای په ولایت کې یو تن ځانمرګی برید کوونکي د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول

د ترکیې د هتای په ولایت کې یو تن ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو نه  د تیښتې پر مهال  ځان وچولو.

د هتای ولایت د اسکندرون په ولسوالۍ کې پولیسو دوه تنه شکمن کسان د تعقیب لاندې ونیول.

شکمن کسان چې کله پوه شول چې د پولیسو لخوا د تعقیب لاندې دي د موټر سره يي د تیښتې هڅه وکړه. د برید کوونکو نه یو تن د ځان پورې تړلي چاویدونکي توکي وچول..

د بله پلوه د تښتیدلی دویم ترهګر د امنیتي ځواکونو لخوا له خپو وغورځول شو.

د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل چې تښتیدلی ترهګر د امنیتي ځواکونو لخوا له خپو وغورځول شو.

هغه وویل چې زمونږ اتلو امنیتي منسوبینو دویم ترهګر هم له خپو وغورځو.

د هتای ولایت والي خبري رسنیو ته وویل چې د اسکندرون ولسوالۍ په مرکز کې پولیسو یو موټر چې دوه تنه ترهګر پکې سپاره ول تر تعقیب لاندې ونیو. وروسته د پولیسو او ترهګرو ترمنځه نښته وشوه چې پدې مهال یو تن برید کوونکي ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچو او چاودنه وشوه.

دویم ترهګر وتښتید چې لنډه موده وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا له خپو وغورځول شو.

د والي په وینا په چاودنه کې یو تن پولیس او دوه تنه هیوادوال سرسري ټپیان شوي دي.

د چاودنې نه وروسته یو زیات شمیر روغتیايي ډلې او پولیس سیمې ته واستول شول.

سیمه  د پولیسو لخوا محاصره شوې ده .


پيوندونه: #چاودنه , #هتای , #ترکیه

اړوند خبرونه