ولسمشر اردوغان د کاناډا د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردوغان د کاناډا د لومړي وزیر جاستین ترودو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

1510678
ولسمشر اردوغان د کاناډا د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردوغان وویل چې اذربایجان د ارمنستان د پوځ پر خلاف پيل کړي عملیات د نړۍوالې ټولنې لخوا په رسمیت پیژندل شوي د خپلو پولو په منځ کې او ارمنستان لخوا د اشغال شوې خپلې خاورې د ازادولو په خاطر ترسره کوي.

 د ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردوغان د کاناډا د لومړي وزیر جاستین ترودو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې ولسمشر اردوغان تیره شپه د کاناډا د لومړي وزیر جاستین ترودو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشر اردوغان او ترودو ترمنځه پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې او کاناډا د اړیکو د لا پراختیا، متقابل تجاري حجم په لوړولو او دفاعي صنایع په برخو کې پر همکارۍ او د همکارۍ پر وړاندې د موجودو خنډونو او ستونزې د حل په اړه په اوچتوونکو ګامونو خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان د ترودو سره د ارمنستان لخوا پر اذربایجان د بریدونو په مسئلې هم خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې ارمنستان او اذربایجان ترمنځه د تاریخوالي کچه د ارمنستان لخوا پر اذربایجان  د بریدونو سره لوړه شوې ده . همداشان ولسمشر اردوغان  ترودو ته ددې خبرې په ټینګار وویل د ارمنستان او اذربایجان ترمنځه د روانو اختلافاتو له امله کاناډا لخوا ترکیې ته د دفاعي صنایعو د بعضو توکو صادرات ځنډول د متحدوالي سره په ټکر کې عمل دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې د اذربایجان او ارمنستان د اختلافاتو اصلي سرچینه قره باغ سیمه ده چې د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې د ارمنستان تر اشغال لاندې قرار لري. اردوغان وویل چې اذربایجان د ارمنستان د پوځ لخوا پر دې هیواد د بریدونو په مقابل کې د ځان نه د دفاع او د نړۍوالې ټولنې ، ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا او تولو لخوا په رسمیت پيژندل شوې خپلې خاورې د اشغال شوې خاورې د ازادولو په خاطر روان کړي دي.

ولسمشر اردوغان د ترودو سره دا ټیلیفوني خبرې د اوکراین ولسمشر ته په جوړه کړې میلمستیا کې وکړې. د اوکراین ولسمشر زیلانسکي هم د ترودو سره لیدنې خبرې وکړې.



اړوند خبرونه