په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکرکیه کې د کرونا ویروس مثبتو پيښو شمیره ۳۳۵ زرو ته قابو شوه

1510637
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۹۱۵۳   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۷  زره او  ۵ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۸۱۲  تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۴۳  زره ۹۵۵  تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۱۹  تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۳۰۱ زره او  ۹۸ ته لوړه شوې ده.

همداشان  د ناروغانو د ۱۴۴۵    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۱۲  میلیونه  ۱۹۴ زره  او ۷۷۸   ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه