ارمنستان د اذربایجان د ګینجا په ښار کې پر  ملکي میشتو سیمو هوايي او توپخانې بریدونه کړي.

ترکیې د ارمنستان لخوا د اذربایجان په ملکي‌ میشتو سیمو بریدونه په کلکو ټکو وغندل

1502462
ارمنستان د اذربایجان د ګینجا په ښار کې پر  ملکي میشتو سیمو هوايي او توپخانې بریدونه کړي.

 

د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي‌ چې ارمني وسله والې ډلې د اذربایجان پر ښارونو او ملکي‌ میشتو سیمو ترهګرو بریدونو ته دوام ورکوي.

ارمني‌ وسله والو ډلو د اذربایجان د ګینجا په ښار او  په قره باغ کې د فضولي په سیمه ، د اغدام او ترتر په کلو کې پر ملکي‌ میشتو سیمو د توپخاني‌ بریدونه کړي‌ دي.

د ګینجا پر ښار بریدونه بیا د ارمنستان د خاورې نه شوي‌ دي.د اذربایجان د دفاع وزیر ذاکر حسنوف ویلي دي‌ چې د ارمنستان لخوا د اذربایجان پر خاوره ټول بریدونه پارونکي‌ اقدام دی او د نښتو ساحې ته وسعت ورکوي. هغه ویلي دي‌ چې اذربایجان ځواکونه پرمختګ او ارمنستان تر اشغال لاندې سیمو ازادولو ته دوام ورکوي. 

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې د ګینجا په ښار د په بریدونو کې یو تن ملکي‌ وګړي‌ ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

همداشان د ارمنستان لخوا پر ملکي‌ سیمو د بریدونو په نتیجه کې د سپټمبر د ۲۷ مې نیټې نه راپدیخوا ۲۲ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۷۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

اذربایجان ویلي دي چې پر ملکي وګړو د بریدونو یواځنی مسئول د ارمنستان دولت دی. اذربایجان یو ځل بیا بر ارمنستان ددې هیواد د اشغال کړې خاورې نه سمدلاسه د وتو غږ وکړ. 

د بله پلوه ترکیې د ارمنستان لخوا د اذربایجان پر ملکي‌ سیمو توپخانې بریدونه په کلکو ټکو وغندل . 

ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې ارمنستان نن یو ځل بیا د اذربایجان د ګینجا په ښار کې پر ملکي‌ وګړو او ملکي‌ میشتو سیمو د بریدونو سره خپله بریدګره او د حقوقو تیري‌ کوونکې څیره  ټولو ته ښکاره کړه.

په بیان کې راغلي‌ دي چې « ارمنستان  د اذربایجان په اشغال کړې خاوره کې د سترې ماتې سره د مخامخیدو سره سم په سر کې د جینیوا د تړون او ټولو انساني‌ حقوقو نه د سرغړونو سره د اشغال کړو خاورو نه پورې غاړه د اذربایجان په ښارونو کې  پر ملکي‌ وګړو او ملکي میشتو سیمو بریدونه پيل کړي‌ دي. دې بریدونو د ارمنستان بې چاره ګي او غیرې قانوني اشغال ته د دوام ورکولو په خاطر د بشري جنایتونو د ترسره کولو ښکارندويي کوي. لکه څرنګه چې مونږ مخکې هم ویلي دي ارمنستان په سیمه کې د سولې او ثبات پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی. »

ترکیې یو ځل بیا د اذربایجان نه خپل قوي. ملاتړ اعلان کړ.

ترکیې ویلي دي‌ د اذربایجان نه چې د ارمنستان پدې پارونکو اقداماتو  فریب نخوري او د نړۍوالو حقوقو او قوانینو سره سم د خپل مشروع مدافع حق او حقوقو په چوکاټ کې تدابیرو نیولو ته دوام ورکوي او د خپل وس او توانه پورې ملکي‌ وګړو ته د زیان رسولو نه ډډه کوي قوي ملاتړ کوو.



اړوند خبرونه