د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د بیت المقدس نه دفاع کول د هر مسلمان دنده او مسئولیت دی.

ولسمشر اردوغان : د اسرائیل لخوا د فلسطین خاوره د خپلې خاورې سره د یو ځای کولو د پلان نه ملاتړ د صلاح الدین ایوبي امانت ته ستر خیانت دی

1502393
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د بیت المقدس نه دفاع کول د هر مسلمان دنده او مسئولیت دی.

ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د خدا پار  سیاسي ګوند لخوا جوړ شوي  د صلاح الدین ایوبي نړۍوال سمپوزیم له امله د نوموړي ګوند مشر اسحق ساغلم په استولي پيغام کې د بیت المقدس دویم فاتح صلاح الدین ایوبي او د هغه اتلو سرتیرو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کړې او د هغوې نه په درناوۍ سره یادونه کړې ده .

ولسمشر اردوغان ویلي‌ دي چې صلاح الدین ایوبي یو داسې ستر قومندان وو چې ویل به يي « کله چې د الله کور  تر اشغال لاندې وي صلاح الدین څه ډول په خپل کور کې ویده کیدای شي .» 

ولسمشر اردوغان ویلي دي د ترکیې د ملي سرود شاعر محمد عاکف  د صلاح الدین ایوبي‌ نه د ختیځ تر ټولو مشهور او د ټولو د خوښې سلطان په توګه یادونه کړې وه او ویلي‌ وو چې د ایوبي یواځې د مسلمانانو په زړونو کې د ځان لپاره تخت جوړ کړی ندی بلکې د عدالت، جسارت، مرحمت  او میړانتیا له پلوه هم د خپلو رقیبانو له نظر هم تل د ټولو  نه د یو جلا ځای خاوند وو.

اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې صلاح الدین ایوبي مونږ ته ډیر ستر امانت د مسلمانانو لومړنۍ قبله د صلیبانو د اشغال نه وژغورله او ازاده يي کړه. همداشان بیت المقدس له سره په خپلو درونکي‌ او هغه یو ځل بیا د امن په ښار بدلول زمونږ نیکونو کړي‌ دي.

 د بیت المقدس نه دفاع د هر مسلمان دنده او مسئولیت دی.

د همدې امله د اسرائیل اشغال ته د مشروعیت ورکوونکی، د فلسطین خاوره او بیت المقدس د اسرائیل په خاوره کې د ګډولو  د پلان نه ملاتړ کوونکی او د فلسطیني‌ ورورنو مشروع حقونه د خپو لاندې کوونکی هر اقدام او تشبث د صلاح الدین ایوبي امانت ته ستر خیانت دی.

ولسمشر اردوغان ویلي دي پداسې یوه دوره کې چې د سپینې ماڼۍ ، اسرائیل، متحده عربي‌ اماراتو او بحرین ترمنځه د اړیکو د نورمالولو تر نامه لاندې د همکارۍ تړونونونه لاسلیکیږي د دې ډول سمپوزیم جوړول او صلاح الدین ایوبي د وصیت سره سم د امت سعادت او بیت المدس په راتلوونکي بحث کول د بیت المقدس د راتلوونکي‌ لپاره د خیر د وسیلې ګرځیدو غوښتنه کوم. 



اړوند خبرونه