ولسمشر اردوغان : بیت المقدس زمونږ ښار دی او مونږ د بیت المقدس یو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل  د اذربایجان نه چې د ارمني اشغال پر وړاندې مبارزه کوي قوي‌ ملاتړ کوو او د هغوې ترڅنګ  دریدو ته دوام ورکوو.

1501104
ولسمشر اردوغان : بیت المقدس زمونږ ښار دی او مونږ د بیت المقدس یو

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د ترکیې د ملي شورا  د ۲۷ کاري‌ دورې د څلورم تقنیني کال د پرانیستو په مراسمو کې  د ملي شورا عمومي‌ غونډې ته وکړې.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې وویل « د قبرس او اذربایجان د ترکانو نه نیولې د بالکان او شمالي‌ افریقا پورې په هره برخه کې  زمونږ ورورنو  نه قوي ملاتړ کوونکې د ترکیې د ملي شورا نه زمونږ د ملت او ټولو دوستانو لپاره د امیدونو سرچینه ده. 

د ترکیې په توګه  مونږ  د یو ملت او دوو دولتونو د مفکورې د اذربایجاني ورورنو نه د خپل ټولو امکاناتو  او صمیمیت  سره هر ډول مرستې ته چمتو یو.

پدې سیمه کې د تل پاتې سولې لار ارمنستان د اشغال کړې خاورې نه هر څه ژر د وتو  نه تیره شوې ده . 

هغه زیاته کړه چې ارمنستان حکومت هر څه یو پلو ته پریښي دي او په ټینګار سره پر ترکیې تورونو لګولو ته دوام ورکوي. خو  دا ډول بې ځایه اقدامات ارمنستان خلاصولې نشي.

ددې ترهګري دولت نه ملاتړ کوونکو  ته خبرداری ورکوو چې ددوی نه به هم د بشریت د ګډ وجدان په مخکې پوښتنه وشي.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نه په یادونې سره وویل چې د عراق په پولو کې د ترهګرو ځالې په کامله توګه د لمنځه تلو پورې به زمونږ عملیات دوام وکړي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې ترکیه په مدیترانه کې د تاوتریخوالي، نښتو، بې عدالتیو او ستونزو د رامنځته کول ندي، مونږ یواځې د خپلو حقونو نه دفاع کوو. په مدیترانه کې سیاسي او اقتصادي پوتانشیل د ویش او ټول اختلافات د حقانیت پر بڼسټ ولاړ حق لارې لومړنی هدف او انتخاب دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې د یونان او سویلي‌ قبرس په اصل کې د اروپايي ټولنې لخوا دې حد ته رارسول شوي‌ دي. د نوموړو بې عدالتیو اصلي لامل ټولنه ده. دوې ته ډیر ناز ورکړی دی.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې تر ننه پورې اروپايي ټولنې د سیمې یوې ستونزې ته هم حل لاره موندلې نده. حتا په هره مسئله کې چې ټولنه دخیله شي  د هغې حل لا پسې ستونزمند شي .

ولسمشر اردوغان وویل چې د لومړۍ نړۍوالې جګړې نه وروسته د بیت المقدس ښار د ځینو مجبوریتونو په اساس عثماني امپراتورۍ   پریښود  خو پدې ښار کې نن ورځ‌ هم عثماني قیام نښې او نښانې ژوندې دي.

بیت المقدس اوس هم زمونږ ښار دی او مونږ ددې ښار یو. 

د فلسطین د مظلوم ملت نه په هره سیمه ایزه او نړۍواله غونډه کې ملاتړ کول او د هغوې نه ملاتړ زمونږ ملت او هیواد لپاره ویاړ دی.



اړوند خبرونه