ولسمشر اردوغان د کویټ د امیر الصباح د مړینې له امله د تسلیت پيغام خپور کړ

د کویټ د امیر د مړینې له امله ولسمشر اردوغان د خواخوږۍ پیغام خپور کړ

1499783
ولسمشر اردوغان د کویټ د امیر الصباح د مړینې له امله د تسلیت پيغام خپور کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کویټ د امیر صباح الاحمد الجابر الصباح د مړینې له امله د خواخوږۍ پيغام خپور کړ.

ولسمشر اردوغان د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي په عربي او ترکي ژبه  د خواخوږۍ په پیغام کې ویلي دي چې « په ډیرې خواشینۍ سره مو د کویټ د امیر صباح الاحمد الجابر الصباح د مرګ خبر ترلاسه کړ چې ډیر يي خواشیني کړو.

خدای بخلي الصباح ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او د ترک ملت په استازیتوب دوست هیواد کویټ خلکو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوم.»

د ویلو ده چې د کویټ ولیعهد شهزاده شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح د کویټ د نوي  امیر په توګه وټاکل شو.

د کویټ د امیر الصباح د مړینې له امله د کویټ سربیره په قطر، مصر، اردن، فلسطین، لبنان او متحده عربي اماراتو  او بحرین کې  ماتم اعلان شو.



اړوند خبرونه