د ترکیې لخوا د ارمنستان پر خلاف سخت غبرګونونه دوام لري
ترکیې د ارمنستان لخوا پر اذربایجان بریدونه په ډیره کلکه توګه وغندل

ترکیې د ارمنستان لخوا پر اذربایجان بریدونه په کلکه توګه غندلي دي. د ترکیې لخوا د ارمنستان پر خلاف غبرګونونه دوام لري.
د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوب د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیه به د خپل ټول طاقت او قوت سره د اذربایجان ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړې ده چې پر ملکي وګړو بریدونو ده ټولو ته وښوده چې ارمنستان یواځې د اذربایجان لپاره نه بلکې د ټولې سیمې د سولې لپاره نه اصلاح کیدونکی یو ترهګری دولت دی او د هر ډول بدو پایلو یواځی لامل دی. ترکیه به د خپل ټول قوت او طاقت سره د اذربایجان ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ترکیه د ارمنستان لخوا پر اذربایجان ترسره شوي بریدونه په کلکو ټکو غندي.
ارمنستان په اذربایجان کې پر ملکي میشتو سیمو د بریدونو سره یو خل بیا اوربند نه سرغړونه کړې او د سولې او ثبات سره يي دښمني ټولو ته په ډاګه کړې ده .
ابراهیم قالن په نړۍوالې ټولنې غږ کړی دی چې هر څه ژر د ارمنستان ددې خطر نه ډکو او پارونکو اقداماتو او بریدونو مخه ونیسي.
قالن ویلي دي چې ترکیې ددې منفورو بریدونو په مقابل کې د اذربایجان ترڅنګ دی او اذربایجان یواځې ندی.
همداشان هغه پدې بریدونو کې د وژل شوو اذربایجاني ورورنو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغرت او اذربایجان ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې اذربایجان یواځی ندی، ترکیه يي ترڅنګ ولاړ دی. اذربایجان د ترکیې د پوره ملاتړ نه برښمند دی.
د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک هم د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې د ارمنستان لخوا پر اذربایجان بریدونه په کلکه توګه غندلي دي.
هغه ویلي دي چې ارمنستان یو ځل بیا حقوق د خپو لاندې کړل او پارونکی اقدامات يي ترلاسه کړل. د ارمنستان اړوند د عام وژنو شبکو ددې بریدونو سره بشري جنایت ترسره کوي. نړۍواله ټولنه باید د ارمنستان پر خلاف غږ اوچت کړي.
د بله پلوه ارمني ځواکونو په سیمه کې د ترکیې د انادولو او ملي راډیو تلویزیون ټی آر ټي په خبریالانو هم بریدونه کړي دي.
اړوند خبرونه

د ترکیې امنیتي ځواکونو په سوریه کې د ۷ تنو ترهګرو د لمنځه وړو نه خبر ورکړ.
ترکیې دفاع وزارت : ترکیې اتل وسله وال پوځ د ترهګرو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي

د ترکیې ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د ترکیې ملي امنیت شورا په سوریه کې د نوو پوځي عملیاتو د ترسره کولو پریکړه وکړه