اروپايي ټولنې استازی: ترکيه زمونږ مهم شريک هيواد دی

د اروپايي ټولنې عالي استازی : د ترکيې سره تضاد زمونږ په ګټه ندی

1491187
اروپايي ټولنې استازی: ترکيه زمونږ مهم شريک هيواد دی

 

- د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي‌ سیاستونو عالي استازي جوزیف بوریل وویل چې د ترکیې سره هر ډول تضاد د اروپاييټولنې او ترکیې ترمنځه په اړیکو کې د موجودو ستونزو د حل سره مرسته نکوي‌ بلکې ستونزې لا پسې ژوروي. ستونزې باید د ډیالوګ اومذاکراتو له لارې حل کړو.

بوریل دا څرګندونې د اروپا په پارلمان کې د ختیځې مدیترانې او ترکیې په ګډون د بهرنیو مسئلو په اړه په عمومي‌ اجلاس کې وکیلانو ته پهوینا کې وکړې.

هغه وویل چې  په ختیځه مدیترانه کې  روانو ستونزو د حل په خاطر  ډیرې زیاتې ځلې کړي‌ دي‌ خو د موجودې ستونزې د حل په خاطر لازیاتو هلو ځلو ته اړتیا ده.

بوریل د ترکیې لخوا د اوروچ رئیس کښتۍ انتالیا ته د ستنولو نه د یو ډیر مهم ګام په توګه یادونه وکړه او وویل چې دې ګام مونږ ته دمذاکراتو لپاره د لا زیاتو ګامونو د اوچتولو په اړه امید راکوي. دا ستونزې باید د پوځي‌ لارو څخه نه بلکې د ډیالوګ او مذاکراتو له لارې حلکړو.

هغه زیاته کړه چې دا ښکاره او واضحه خبره ده چې د ترکیې سره تضاد د ستونزې د حل سره مرسته نکوي. مونږ هم دا نه غواړو. ترکیه داروپايي ټولنې ډیر مهم ګاونډي‌ هیواد دی. دا چې مونږ جغرافیه بدلولی نشو نو د همدې امله زمونږ دا ګاونډیتوب به دوام وکړي. ددېسربیره ترکیه د کډوالو د مسئلې په ګډون په یو زیات شمیر برخوکې د اروپايي‌ ټولنې ډیر مهم شریک هیواد دی.

د بیلګې په توګه که چیرې د ترکیې مرسته نوی د کډوالو د ستونزې حل ډیره ګرانه خبره وه. همداشان ترکیه د اروپايي ټولنې غړیتوب تهنوماند هیواد دی.



اړوند خبرونه