په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۹۴ زرو نه واوښته

1491288
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۷   تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۷۱۸۶    تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۰  زره او  ۴۱۲     تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۷۴۲   تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۹۴  زره ۶۲۰  ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰۲    تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۶۱  زره او ۲۶۰  تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۱۳۲۷   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۸  میلیونه  ۷۴۲  زره ۵۳۵     ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه