چاوش اوغلو او پمبیو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

1490763
چاوش اوغلو او پمبیو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

 د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي‌ مولود چاوش اوغلو تیره شپه د خپل امریکايي سیال مایک پمپیو سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

پدې ټيلیفوني  خبرو کې د دواړه اړخیزو اړیکو سربیره په ځانګړې توګه د ختیځې مدیترانې او قبرس په مسئلو بحث او تبادل د نظر شوی دی.

همداشان د نوموړې لیدنې په اړه لا زیات جزیات ندي ورکړل شوي. 



اړوند خبرونه