ترکیې د بحرین لخوا د اسرائیل سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو پریکړه وغندله.

د بحرین لخوا د اسرائیل سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو په اړه د ترکیې سخت غبرګون

1489180
ترکیې د بحرین لخوا د اسرائیل سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو پریکړه وغندله.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ بحرین د متحده عربي‌ اماراتو د لارې د تعقیبولو سره د عرب د سولې د تشبث او اسلامي‌ همکاریو د تشکیلاتو د پریکړو او تهداتو پر خلاف د اسرائیل سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو پریکړه په کلکه توګه غندو.

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې د بحرین دا پریکړه به د فلسطین د دعوا نه د دفاع چارو ته ستر ګوزار ورکړي.

همداشان دا اقدام به اسرائیل د فلسطین پر وړاندې د غیرې مشروع کړنو او فلسطین خاورې اشغال په دوامداره توګه د بدلولو په برخه کې لا زیات جسارت ورکړي.

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې په منځي‌ ختیځ کې د سولې او استقرار د ټینګښت یواځنۍ لار د فلسطین مسئله د نړۍوالو حقوقو او ملګروملتونو د پریکړو په رڼا کې په عادله او هر اړخیزه توګه د حل نه تیره شوې ده .

په سیمه کې د بهرنیو اکټورانو د فشارونو او د تنګو ګټو د اندیښنې له امله د ورکړ شوو امتیازونو سره دا حقیقت بدلول او یا له منځه وړل ناممکنه خبره ده.



اړوند خبرونه