ترکیې د کوسووا پر خلاف په اسرائیل کې خپل سفارت په بیت المقدس کې د پرانیستو په اړه سخت غبرګون وښود
ترکیې د کوسووا لخوا په اسرائیل کې خپل سفارت د تل ابیب پر ځای په بیت المقدس کې د پرانیستو د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې « دا ډول یوه پریکړه چې په ښکاره توګه د نړۍوالو حقوقو نه تیری دی د کوسووا د مقاماتو لخوا يي په اړه فکر کولو ټول د ناهیلۍ سره مخامخ کړي دي. »
ترکیه چې د کوسووا په رسمیت پیژندونکو لومړنیو هیوادونو نه یو دی په نړۍواله کچه ددې هیواد د په رسمیت پيژندو په مسئله کې ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي دي.
خو د نړۍوالو حقوقو پر خلاف او په ځانګړې توګه د اشغال لاندې د فلسطین خلکو د دردونو د پاسه ددې بهیر جوړول زمونږ په اند سمه خبره نده. دا یو ډیر ناسم اقدام او ګام دی.
په بیان کې د کوسووا په مقاماتو غږ شو یدی چې د فلسطین مسئله د ۱۹۶۷ پولو په نظر کې نیولو او پلازمینه يي ختيځ بیت المقدس په ګډون د یو خپلواک فلسطیني دولت د رامنځته کولو سره د حل وړ ده چې پدې اړه د ملګروملتونو سازمان یو زیات شمیر پریکړې هم شتون لري.
د کوسووا د مقاماتو نه د ملګروملتونو سازمان ددې پریکړو د مراعات کولو ، د بیت المقدس تاریخي او حقوقيي موقف د اخلاف او په راتلوونکي کې د نورو هیوادونو لخوا د کوسووا دولت د په رسمیت پیژندو د مسئلې پر وړاندې د خنډو رامنځته کوونکو هر ډول ګامونو د اوچتولو نه د ډډې کولو غږ کوو.