ترکیې په سویډن کې د قرانکریم سوځولو اقدام په ډیره کلکه توګه وغنده

ترکیې په سویډن کې قرانکریم ته سپکاوی په کلکه توګه وغنده

1481563
ترکیې په سویډن کې د قرانکریم سوځولو اقدام په ډیره کلکه توګه وغنده

ترکیې په سویډن کې د قرانکریم سوځول په ډیره کلکه توګه وغندل.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي‌ دي چې « د ډنمارک نه سویډن د مالمو ښار ته راغلي اسلام دښمنه افراطي تش په نامه سیاستوال او پلویانو لخوا يي د قرانکریم د سوځولو دا ضد انساني‌ اقدام په ډیره کلکه توګه غندو. دا ډول پارونکي‌ او ضد انساني‌ اقدامات په ګډه د ژوند کولو کولتور او اروپايي ټولنې ارزښتونو ته تر ټولو ستر ګوزار دی.»

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې پدې وروستیو کې په اروپا کې مسلمانان د افراطي‌ او اسلام دښمنه چلندونو او دریځونو له امله د ډیر سخت تهدید او ګواښ سره مخامخ دي. زمونږ په سپیڅلي‌ کتاب قرانکریم ته سپکاوی په اروپا کې مسلمانانو ته د مخامخو تهدیدونو او ګواښونو د اندازې ښکارندويي کوي.

همدشان د سویډن د مقاماتو لخوا  پرته د رسمي اجازې د نوموړي‌ ناوړه او انساني‌ اقداماتو د ترسره کوونکو د نظارت لاندې نیول یو ډير سم او پر ځای ګام دی.

همداشان د ترکیې په توګه د سویډن مقاماتو ته په راتلوونکي‌ کې د دا ډول پارونکو اقداماتو د مخنیوي‌ په خاطر د لازمو اقداماتو د ترسره کولو بلنه ورکوو.

د ویلو ده چې سویډن حکومت سویډن ته د نوموړي‌ افراطي  ډنمارکي‌ سیاستوال  په راننوتو د دوو کلونو لپاره  بندیز ولګو.



اړوند خبرونه