ترکیې د تعرض بې پيلوټه الوتکه په بریالیتوب سره وازمایله

د ترکیې د بیرقدار اقنجي بې پيلوټه تعرض الوتکې ۲۰زره فوټه ارتفاع ازمایښت په بریالیتوب سره ترسره کړ .

1476230
ترکیې د تعرض بې پيلوټه الوتکه په بریالیتوب سره وازمایله

 

 د ترکیې د بایرقدارد بې پيلوته الوتکو د شرکت لخوا ټوله په کامله توګه د ځايي‌ او ملي امکاناتو سره طرحه ، ډیزاین او جوړه شوې بیرقدار اقنجي‌ تعرض بې پيلوټه الوتکې دویم ماډل دویمه ازمایښتي الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه. دا الوتکه پدې ازمایښتې الوتنه کې ۲۰ زره فوټه ارتفاع ته ورسیده او دوه ساعته او ۲۶ دقیقې په هوا کې پاتې شوه.

د ویلو ده چې الوتکه د چورلو هوايي ډګر په قومندانۍ کې د بیرقدار اقنجي د الوتنو او روزنې په ځانګړې مرکز کې وازمایل شوه.

د بیرقدار شرکت د تخنیکي برخې رئیس سلجوق بیرقدار ویلي‌ دي‌ چې بیرقدار اقنجي تعرضي‌ بې پيلوټه الوتکه پدې ازمایښتي الوتنه کې ۲۰ زره فوټه ارتفاع ته ورسیده.

هغه ویلي دي چې ددې الوتکې لومړنی ازمایښتي الوتنه يي د ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر په ۶ مه نیټه ترسره کړې وه. همداشان ددې ازمایښتي الوتنې په ترڅ کې یواځې لس دقیقې په هوا کې پاتې شوې وه.

همداشان د ۲۰۲۰ کال د جنوري په لسمه نیټه د سیستم د صحت ازمایښت په ترڅ کې یو ساعت او ۶ دقیقې الوتنه کړې وه او په هوا کې پاتې شوې وه.

هغه وویل چې د روان کال تر پایته به ددې الوتکې ازمایښتونه او ازمایښتي الوتنو بهیر دوام وکړي او دریم ماډل د جوړولو چارې به هم دوام وکړي.

همداشان دریمه الوتکه د جوړیدو نه وروسته به د ازمایښتونو په خاطر د چورلو هوايي ډګر د قومندانۍ مرکز ته راولیږل شي.

د یادولو وړ ده چې ترکیه د بې پيلوټه یا ډرون الوتکو په ټولید کې نن ورځ د نړۍ د ګوتو په شمیر د هیوادونو په منځ کې قرار لري.



اړوند خبرونه