ترکیې د متحده عربي‌ اماراتو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې د متحده عربي‌ اماراتو لخوا د اسرائیل سره د کړي‌ توافق په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

1472564
ترکیې د متحده عربي‌ اماراتو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې د متحده عربي‌ اماراتو او اسرائیل ترمنځه د اړیکو د عادي‌ کولو اړوند د توافق او لاسلیک کړي‌ تړون په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د شوي‌ توافق او تړون په اړه وویل « د فلسطین خلکو او دعوا ته د  خیانت کوونکو  خیانت  به خامخا د تاریخ په زرینو پاڼو کې ولیکل شي. »

قالن ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې د متحده عربي‌ اماراتو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه د متحده عربي‌ اماراتو لخوا د اسرائیل سره د اړیکو د عادي‌ کولو په خاطر د توافق او تړون نه د فلسطین خلکو او دعوا ته د ستر خیانت په توګه یادونه وکړه.



اړوند خبرونه