د ارطغرل ډرامې مینه وال په نړۍ کې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي

د انګلستان د ګاردین ورځپاڼې د ترکیې د نامتو تاریخي‌ ډرامې  دیریلیش ارطغرل  چې په افغانستان کې د قیام په نامه مشهوره ده په اړه یوه مقاله خپره کړې ده .

1472350
د ارطغرل ډرامې مینه وال په نړۍ کې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي

 

ګاردین ورځپاڼې په خپره کړې مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې د ارطغرل یا قیام ډرامه د نړۍ په کچه په یوې مشهورې ډرامې بدله شوې ده .

د قیام ډرامه چې د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون لخوا جوړه شوې ده او د نړۍ ۷۰ هیوادونو ته صادره شوې ده مینه وال يي د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي.

د انګلستان د مشهورې ورځپاڼې ګاردین لخوا د قیام ډرامې په اړه په خپره شوې مقاله کې ددې تاریخي‌ ډرامې د بریالیتوب د راز په اړه بحث شوی دی.

د مقالې لیکوال اینا خان لیکنه زما د مور د خوښې ډرامه د جملې سره پيل کړې ده . هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي چې پدې ډرامه کې رومانتیزم، ډیر په زړه پورې ښکلي‌‌ او شانداره جامې، په زړه پورې موزیک او جنګي صحنې په اصل کې د مسلمانانو لپاره د ګیم اف ټرونیس یا د تخت لوبې د مشهورې ډرامې ډیر ښه  بدیل ده.

هغه ویلي‌ دي‌ چې دا ډرامه د اسلام د دین د ځانګړتیاوو او اساساتو سره سم جوړول، په ډرامه کې د نامتو اسلامي متفکر او دیني  عالم  ابن العرابي ویناګانو ، نصیحتونو او ژوند ته د ځای ورکولو له امله ځانګړی شهرت موندلی دی.

هغه ویلي‌ دي‌ چې دا ډرامه نن ورځ د لاتینې امریکا نه نیولې تر سویلي  اسیا او افریقا پورې د نړۍ په څه باندې ۷۰ هیوادونو کې خپریږي.

هغه ویلي‌ دي چې ددې ډرامې د مینه والو په منځ کې د نیلسن ماندیلا لمسی او د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو هم شتون لري.

د ویلو ده چې دا ډرامه په ۲۰۱۷ کال کې د نیټفلیکس لخوا په انګلیسي ژبه د پاړل کیدو او خپریدو نه وروسته په امریکا او انګلستان کې هم د پام وړ شهرت موندلی.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میشت مسلمانان ددې ډرامې د نندارې له امله ډیر خوښ دي.

په مقاله کې راغلي دي‌ چې پدې ډرامه کې ښځو ته د قوي‌ او پياوړي‌ رول ورکولو د بهرنیانو توجه ډیره ځانته جلب کړې ده .

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې ترکیه نن ورځ څه باندې سلو هیوادونو ته د ډرامې صادرات لري. څه باندې ۱۵۰ ډرامې نن ورځ نړۍ ته صادرات لري.

په مقاله کې راغلي‌ دي‌ چې ترکیه د ډرامو په صادراتو کې د امریکا نه وروسته په دویم مقام کې ځای لري.



اړوند خبرونه