ولسمشر اردوغان د نړۍ د یو زیات شمیر هیواددونو د مشرانو سره ټیلیفوني‌ خبرې کړي

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د ولسمشرانو د لوی اختر په مناسبت ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

1465297
ولسمشر اردوغان د نړۍ د یو زیات شمیر هیواددونو د مشرانو سره ټیلیفوني‌ خبرې کړي

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست د معلوماتو له مخې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان د ولسمشر الهام عليوف، د ایران د ولسمشر حسن روحاني، د عمان د سلطان حاصم بن طارق ، ترکمنستان ولسمشر قربان قلي‌ بیردي‌ محمدوف، د الجزایر د ولسمشر عبدالمجید تیبون، تونس د ولمسشر قیس سید، قیرغیزستان د ولسمشر سورون بای جنبیکوف، عراق د ولسمشر برهم صالح او بوسنیا هیرزګوینا د ولسمشرۍ شورا غړي بکر عزت بیګویچ سره د ټیلیفون په کرښه خبرې کړې دي.

ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د لوی اختر د مبارکۍ سربیره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا، متقابلو اړیکو د لا ودې په خاطر په همکاریو او یو زیات شمیر نورو مسئلو خبرې کړي‌ دي.



اړوند خبرونه