د ترکیې او روسیې ترمنځه په متقابله توګه الوتنې پیل  شوې.

د استانبول نه مسکو ته لومړنۍ الوتته وشوه

1465300
د ترکیې او روسیې ترمنځه په متقابله توګه الوتنې پیل  شوې.

 

د ترکیې او روسیې ترمنځه الوتنې چې د کرونا ویروس له امله ځنډول شوي‌ وو د ۴ میاشتو نه وروسته له سره پیل شول.

د ویلو ده چې تیره شپه د لومړي‌ ځل لپاره د استانبول نه مسکو ته سفر ترسره شو. د ترکیې د ملکي هوايي چلند اړوند الوتکې تیره شپه مسکو ته خپل لومړنی سفر ترسره کړ.

په لومړني‌ سفر کې پنځوس تنه مساپرو شتون درلود. د ویلو ده چې د استانبول مسکو ترمنځه به د ورځې په متقابله توګه ۳ پروازونه ترسره شي.

د ویلو ده چې لومړی د ټولو مساپرو تبه وکتل شو. وروسته د قوي‌ روغتیايي تدابیرو لاندې د کنټرونو نه تیر او الوتکې ته ورته د ختو اجازه ورکړل شوه.

د ویلو ده چې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو نه راغلي‌ روس وګړي‌ د استانبول د هوايي ډګر نه په ترازیت الوتنه کې روسیې ته لاړل.

مساپرو د ترکیې او روسیې ترمنځه د الوتنو له سره د پیلیدو په اړه ډیره خوښي وښودله.


پيوندونه: #الوتنې , #روسیه , #ترکیه

اړوند خبرونه