ترکیې په سمنګان کې ترسره شوی خونړی برید په کلکو ټکو وغنده

ترکیې تیره ورځ د افغانستان د سمنګان په ولایت کې د ملي‌ امنیت  په مدیریت ترسره شوی ترهګری برید په کلکو ټکو وغنده .

1454680
ترکیې په سمنګان کې ترسره شوی خونړی برید په کلکو ټکو وغنده

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي د خواخوږۍ او ډاډګیرنې په پیغام کې پرون د جولای ۱۳ مه د افغانستان په شمال کې د سمنګان په ولایت کې د ملي امنیت پر مدیریت ترسره شوی خونړی ترهګری برید په کلکو ټکو وغنده.

په خپور شوي‌ پیغام کې راغلي دي‌ چې په ډیرې خواشینۍ سره مو د افغانستان د سمنګان په ولایت کې د ملي‌ امنیت پر مدیریت د ترهګري برید  چې په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې په اړه خبر ترلاسه کړ.

په پیغام کې راغلي دي‌ چې په افغانستان کې  چې پدې وروستیو کې د شدت او تاوتریخوالي کچه ښه پسې لوړه شوې هر څه ژر باید ورته د پای ټکی کیښودل شي. په ځانګړې توګه پداسې یو حساس وخت کې چې د سولې او روغې جوړې لپاره یو ډیر جدي‌ فرصت شتون لري ، په هغه برخو چې باور لري ددې ډول تاوتریخوالي سره به خپلو موخو ته ورسیږي غږ کوو چې د افغانانو د تمو او توقعاتو په رڼا کې د سولې او روغې جوړوې په خاطر دې ډول تاوتریخوالي او شدت ته د پای ټکی کیږدي.

د ویلو ده چې تیره ورځ د افغانستان په شمال کې د سمنګان ولایت د ملي‌ امنیت پر مدیریت د موټر پر مټ برید وشو چې په نتیجه کې د ملي امنیت ۱۳ تنو کارکوونکو ژوند د لاسه ورکړ او د ډیری ملکي‌ وګړي‌ ۶۵ تنه نور ټپیان شول.

 



اړوند خبرونه