د عراق په شمال کې یو تن ترک سرتیری په شهادت ورسید.

د عراق په شمال کې د پړانګ پنجې په نامه د ترهګرو پر خلاف د روانو پوځي عملیاتو په لړ کې یو تن ترک سرتیری په شهادت ورسید.

1453809
د عراق په شمال کې یو تن ترک سرتیری په شهادت ورسید.

 

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د عراق په شمال کې د ترهګرو پر خلاف په روانو عملیاتو کې ټپي شوی یو تن اتل ترک سرتیری چې سمدلاسه د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال شوی وو د ډاکټرانو د ټولو هلو ځلو او مداخلې سره سره په شهادت ورسید.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې دا اتل سرتیری د ترهګرو سره په مخامخ نښته کې ټپي شوی وو. پدې نښته کې ۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي‌ دي.

د ویلو ده چې ترکیې د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف د مې په ۲۸ مه نیټه د پړانګ پنجې په نامه پراخه پوځي‌ عملیات پيل کړي چې اوس هم دوام لري.

ددې عملیاتو په لړ کې د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې ځالې او ځغلولې ريښې تر ډیره حده له منځه وړل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه