په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پیښو شمیره د ۲۱۲ زرو نه واوښته

1453763
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۳۶۳ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۵ زره او  ۲۳۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۰۱۲ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۱۲ زره ۹۹۳ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۹۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۹۴ زره او ۵۱۵ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۲۰۹ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۴۰۹ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  درې  میلیونه  ۹۷۵ زره ۴۵۵ ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه