د ایا صوفیه تاریخي‌ جومات او لیبیا د وضعیت په اړه د ولسمشر اردوغان ډیرې مهمې څرګندونې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ایا صوفیه تاریخي جومات له سره د عبادت پر مخ پرانیستل د ترکیې کورنۍ مسئله ده.

1453623
د ایا صوفیه تاریخي‌ جومات او لیبیا د وضعیت په اړه د ولسمشر اردوغان ډیرې مهمې څرګندونې

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د کریتر مجلې سره په ځانګړې مرکه کې وکړې. ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ایا صوفیه د فاتح سلطان محمد خان لخوا د استانبول د فتحې د مهمو سمبولونو یو دی. همداشان فاتح سلطان احمد خان ددې سترې فتحې نه وروسته لومړنی د جمعې لمونځ په ایا صوفیه کې ادا کړ. یعنې هغه د فتحې نه سمدلاسه وروسته ایا صوفیه په جومات بدل کړ. د همدې امله د ترک ملت او ټول عالم اسلام په زړونو او حافظه کې د ایا صوفیه جومات جلا ځای لري.

هغه ویلي‌ دي چې په ۱۹۳۴ کال کې د ایا صوفیه جومات په موزیم بدلولو پریکړه زمونږ ملت په زړه داغلی وو او د ټولو لپاره یوه ډیر دردونکې پریکړه وه.

ایا صوفیه باید تکرار خپل اصلي‌ هویت ته اړول شوي‌ وی. د ترکیې عالي‌ اداري‌ محکمې ته د ۱۹۳۴ کال د وزیرانو د شورا پریکړې پر خلاف اقامه د دعوا وشوه چې عالي‌ ادارې محکمې د کافي‌ مطالعې نه وروسته د ایا صوفیه په اړه خپله نهايي پریکړه اعلان کړه. ولسمشر اردوغان وویل چې د ایا صوفیه په اړه د هر ډول پریکړې او تصمیمګیرۍ نهايي مرجع بل څوک نه بلکې د ترک ملت دی.

دا زمونږ کورنۍ مسئله ده. نور هیوادونه یواځې زمونږ پریکړې ته د درناوي کولو نه پرته د بل څه حق نلري.

ولسمشر اردوغان د لیبیا د روان وضعیت په اړه هم پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې په لیبیا کې د کودتاچي‌ حفتر د ملاتړ کوونکو د اشغال پلانونه ټول شنډ شول.

ولسمشر اردوغان د ترکیې او لیبیا ترمنځه لاسلیک شوي‌ تړون ته په اشارې سره وویل چې ددې تړون سره ترکیې په ختیځه مدیترانه کې خپل حق او حقوقو  تضمین کړل او ددې سره سم د خپلو لیبیايي‌ ورونو د ګټو او منابعو نه دفاع وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې په لیبیا کې هر څه ژر د سولې او استقرار ټینګښت به یواځې د لیبیا نه بلکې د ټولې سیمې په ګټه وي.

دا هیواد د سیاسي‌ او اقتصادي‌ پلوه پياوړی کول هم د شمالي‌ افریقا او هم د اروپا په ګټه دی. ددې سره به اروپا هم په ارامه ساه واخلي. ولسمشر اردوغان وویل چې نړۍواله ټولنه باید د مشروع حکومت نه په ملاتړ سره خپل انتخاب وکړي. د جنګي‌ جنایتکار حفتر مخه باید ونیسي. لیبیا يي د وینو په جهیل بدله کړې دا د وینو تجاران باید هر څه ژر ددې هیواد نه وشړل شي.

همداشان په طرابلس او ترهونه کې د دسته جمعي‌ قبرونو حساب باید خامخا د کورتاچیانو نه وپوښتل شي.



اړوند خبرونه