په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پیښو شمیره ۲۱۱ زرو نه واوښته

1453408
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۳۴۴ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۸ زره او  ۸۱۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۰۱۶ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۱۱ زره ۹۸۱ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۳۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۹۳ زره او ۲۱۷ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۱۹۴ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۴۰۱ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  درې  میلیونه  ۹۳۰ زره ۲۲۳ ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه