ترکیې په هلمند کې په بازار ترسره شوی ترهګری برید په کلکو ټکو وغنده

ترکیې تیره ورځ په هلمند کې په بازار د ترسره شوي‌ برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

1445796
ترکیې په هلمند کې په بازار ترسره شوی ترهګری برید په کلکو ټکو وغنده
هلمند

ترکیې په افغانستان کې تیره ورځ په هلمند ولایت کې په یو سیمه ایز بازار کې په میله کې ترهګری برید په کلکو ټکو وغنده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ د افغانستان په سویل کې د هلمند ولایت  سنګین په ولسوالۍ کې په یو بازار کې په میلې ترسره شوی ترهګری برید چې په نتیجه کې  ۲۳ تنو بې ګناه او مظلومو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او په ۱۵ تنه نور ټپيان شوي‌ دي په کلکو ټکو وغنده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي‌ بیان کې په بازار کې په جوړې شوې میلې د ترسره شوي برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي‌ بیان کې راغلي دي چې " په ډیرې خواشینۍ سره مو د جون په ۲۹ مه نیټه د افغانستان په هلمند ولایت کې په یو بازار کې په جوړې شوې میلې د ترسره شوي‌ ترهګري برید په اړه خبر ترلاسه کړ چې په نتیجه کې ګن شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ترکیه دا ترهګری او ضد بشري وحشيانه برید په ډیرو کلکو الفاظو غندي او پدې وروستیو کې په افغانستان کې د شدت او تاوتریخوالي د کچې د لوړیدو په اړه اندیښمن یو. د برید د قربانیانو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، ټپيانو ته د عاجلې شفاء ، دوست او ورور هیواد افغانستان ملت  او حکومت ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو."

د یادولو وړ ده چې پرون د سهار په ساعتونو کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې په یو بازار کې په جوړې شوې میلې خونړی برید وشو چې په نتیجه کې ۲۳ تنه مړه او ۱۵ تنه نور ټپيان شول. په مړو او ټپيانو کې ماشومانو هم شتون درلود.



اړوند خبرونه