په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۱۹۸ زرو نه واوښته

1445790
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
super covid19
super covid19 5.jpg

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۱۱۵ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۱ زره او  ۱۴   تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوی دی   چې د ۱۳۷۴ تنو  ټسټ  مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۹۸ زره ۶۱۳ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۱۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۷۱ زره او ۸۰۹ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۰۱۸ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۳۷۵ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  درې  میلیونه  ۳۳۱ زره  ۱۵۸ ته لوړه شوې ده. 

د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي دي چې پدې وروستیو ورځو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د شمیرو د لوړیدو سره سم د بیړني‌ مراقبت لاندې د ناروغانو شمیره هم لوړه شوې ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي تنفس ته اړتیا لري شمیره هم لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه