په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۹۹ زرو ته لوړه شوه

1446418
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
super covid19
super covid19 2.jpg

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۱۳۱ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۰ زره او  ۴۹۲   تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوی دی   چې د ۱۲۹۳ تنو  ټسټ  مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۹۹ زره ۹۰۶ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۷۳ زره او ۱۱۱ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۰۲۶ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۳۶۸ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  درې  میلیونه  ۳۸۱ زره  ۶۵۰ ته لوړه شوې ده. 

د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي دي چې پدې وروستیو ورځو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د شمیرو د لوړیدو سره سم د بیړني‌ مراقبت لاندې د ناروغانو شمیره هم لوړه شوې ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي تنفس ته اړتیا لري شمیره هم لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه